1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بایدن: امریکا به د ايران د ډرون بریدونو جواب ورکړي

۱۴۰۰ آبان ۱۰, دوشنبه

د امریکا ولسمشر اعلان کړی دی چې دغه هیواد به د ایران بریدونه او د هغو له ډلې څخه د ډرون بریدونه بې ځوابه پرې نږدي. د هغه اشاره په سوريه کې د امریکا پر پوځې اډې وروستی برید و. امریکا د دې برید پړه پر ایران ور اچوي.

https://p.dw.com/p/42Qbn
Italien I G20 Summit I Joe Biden
انځور: Evan Vucci/AP/picture alliance

د امریکا ولسمشر جو بایدن په روم کې د جي ۲۰ هیوادونو د غونډې په څنډه کې د یوه خبري کنفرانس په ترڅ کې د ویانا مذاکراتو ته د ایران د بیرته ستنیدو پر ضرورت او همدا راز په سیمه کې د امریکا پر ګټو د دغه هیواد د بې پيلوټه الوتکو برید ته اشاره وکړه.

رویترز خبري آژانس د اکتوبر میاشې پر ۳۱ نېټه د یوه رپوټ په خپرولو سره د ایران په اړه د امریکا د ولسمشر پر څرګندونو تمرکز کړی دی.

بایدن په دې خبري غونډه کې ټینګار کړی دی چې دغه هیواد به د هر هغه اقدام پر وړاندې چې د امریکا د ګټو پر ضد وشي، مقابله وکړي.

بایډن په ځانګړي توګه د هغو بې پيلوټه الوتکو د بریدونو پر وړاندې پر مقابلې ټینګار کړی دی چې د ایران له ملاتړ څخه د برخمنو ځواکونو له خوا صورت نیسي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتونیو بلینکن، هم د سوریې په سویل کې د بې پیلوټه الوتکو د بریدونو په غبرګون کې د دغه هیواد پر وړاندې د نوو بندیزونو خبر ورکړی و.

امریکا تیره اونۍ مخکې په همدې ارتباط د سپاه پاسداران د بې پیلوټه الوتکې د څانګې پر قوماندان سعید آقاجاني، او درو تنه نورو بندیز لګولی دی.

امریکا متحده ایالاتو اعلان کړی دی چې ایران په مستقیم ډول او یا هم له خپل ملاتړ څخه برخمنو ځواکونو ته د بې پيلوټه الوتکو په لیږلو سره په سیمه کې د امریکا او د دغه هیواد د متحدینو پر سنګرونو برید کوي.

د هغو له جملې څخه د «مرسر ستریت» په نوم، نفتو لیږدونکې بیړۍ برید ته اشاره شوې ده. اسرائیل، امریکا او اروپایي متحدین یي د دغه برید پړه پر ایران ور اچوي.

د یادونې وړ ده چې په همدې ارتباط د امریکا ولسمشر او د ۲۰۱۵م کال په اټومي موافقه کې دخیلو درو هیوادونو ولسمشرانو د شنبې په ورځ د ایټاليا په پلازمېنه روم کې د جي ۲۰ غونډې په څنډه کې یو له بل سره لیدلې او خبري کړي دي.

دغو څلور هیوادونو له ایران څخه غوښتي دي چې د اټومي موافقې د بیا را ژوندي کولو له پاره دې په ویانا کې د خبرو اترو میز ته بیرته را ستون شي.

د دغو خبرو اترو شپږم دور د روان لمريز کال د جوزا مياشتي پر ۳۰ نیټه پای ته رسیدلی دی او د څلورو میاشتو په تیریدو سره تر اوسه پورې ایران دغو مذاکراتو ته د بیرته ستنیدو دقیقه نېټه نه ده اعلان کړې.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان، په دې وروستیو کې ویلي ول چې ایران به د نومبر میاشتې تر پای مخکې یو وار بیا دغو مذاکراتو ته را وګرځي.

ټاکل شوې ده چې د اټومي انرژۍ د نړیوال آژانس د مشرانو غونډه هم په روانه عیسوي میاشت کې ترسره شي.

آژانسونه: ش.ن/ ن.ز