1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د بالکان پر لار مهاجر ماشومان له تاوریخوالي سره مخ دي»

۱۴۰۱ شهریور ۲۲, سه‌شنبه

د ماشومانو د خونديتوب سازمان (سیف د چلنډرن) د یوه رپوټ پر بنسټ د بالکان په مسیر کې اکثره پناه غوښتونکي ماشومان د وهل ټکول کیدو، جنسي زورونې او ناوړه استفادې په څیر جدي تاوتریخوالي سره مخامخ کیږي.

https://p.dw.com/p/4GmPg
Flüchtlinge Ungarn
انځور: picture-alliance/dpa/D. Bandic

سیف د چلنډرن د سه شنبې په ورځ په برلین کې ویلي دي چې پناه غوښتونکي ماشومان د بالکان په مسیر کې د خپل سفر پر مهال د پولیسو، قاچاقبرانو او نا پيژنده کسانو له ناوړه چلند سره مخامخ کیږي. دغه ماشومان ځانونه یوازې او بې وسه احساسوي او کله ناکله له داسې پایلو سره مخامخ کیږي چې د تل له پاره یي ودې ته زیان اړوي.

د «هر چیرې چې لاړ شو یو څوک موږ ته زیان رسوي» تر عنوان لاندې د دغه مرستندویه سازمان رپوټ، د تاوتریخوالي ډیره لوړه کچه او قانوني عمر ته د نه رسیدلو ماشومانو په اړه د حفاظتي اقتداماتو څرګند کمښت ښکاره کوي.

په دغه رپوټ کې راغلي دي چې د دغو ناوړه چلندونو اکثره ترسره کوونکي قدرت لرونکي لویان لکه پولیس او قاچاقبران دي. سربیره پر دې د دغو ماشومانو یوه برخه زندان ته ورته سرپناو ته انتقال شوي دي او د حقونو په اړه یې ورته معلومات نه دي ورکړل شوي.

دغه سازمان نیوکه کړې ده چې احتمالاً د دې وضعیت اصلي لامل ښايي د پناه غوښتونکو پر وړاندې د اروپايي ټولنې او د سیمې د هیوادونو د مخنیوي سیاست وي. د سیف د چلنډرن د اروپايي څانګې مشر ویلي دي «ماشومان د پولیسو او سرحدي ساتونکو له خوا په حیرانونکي ډول تاوتریخوالي سره مخامخ کیږي، هغه تاوتریخوالی چې بې سزا پاتې کیږي، ځکه چې اروپا، دې براعظم ته د مهاجرو پر مخنیوي تمرکز کوي.»

د بشري حقونو دغه سازمان ویلي دي چې په ځانګړي توګه قانوني سن ته نه رسیدلي او بې سرپرسته ماشومان له دې ډول ګواښونو سره مخامخ کیږي.

د دوی ډېر يې مجبوره کیږي چې د خپل سفر په اوږدو کې شپه په آزاده هوا یا تر شین اسمان لاندې یا له پردیو لویانو سره په پخوانیو او ویجاړو شوو کورونو کې تیره کړي، چې د وهل او ټکول کیدو او جنسي زورونې خطر له ځان سره لري.

په کوسوو کې بند پاتې افغانان: «دلته مو ژوند د زندانیانو دی»

په رپوټ کې راغلي دي چې دغه ماشومان چې د خپلو ترخو خاطرو د هیرولو له پاره بله کومه لاره پيدا نه کړي، خپله اندېښنه او شترس د الکولي مشروباتو او نشه یي توکو په استفادې سره کموي.

همدارنګه د ځان ژوبلولو او ځان وژنې په څیر ویروونکي موارد هم د دوی په منځ کې شتون لري.

د سیف د چلډرن سازمان د اروپایي څانګې مشر ویلي دي چې اروپایي اتحادیه او حکومتونه باید عاجل اقدام وکړي. نوموړي زیاته کړې ده: «دوی باید ماشومانو ته د مهاجرت پر مهال امنو مسیرونو او قانوني او تنظیم شوي مهاجرت ته لاس رسی ممکن کړي، څو یو وار بیا دوی د زجر او ستونزو په دغه مستند رپوټ کې قرار ونه نیسي».

آژانسونه: ش.ن/ ن.ز