1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستاسرائیل

د روغتیا نړیوال سازمان په غزه کې په روغتون برید غندلی دی

۱۴۰۲ دی ۱۳, چهارشنبه

د روغتیا د نړیوال سازمان مشر د غزې په خان یونس کې پر «العمل» روغتون بمباري «بې رحمانه» بللې ده. دغه راز د فرانسې ولسمشر له اسراییلو غوښتي چې په لبنان کې له زغمه کار واخلي.

https://p.dw.com/p/4aosW
Gazastreifen Luftangriffe auf Khan Younis
اسراییلو او لبنان ترمنځ کړکېچ وروسته له هغې ډیر شو چې د حماس د سیاسي دفتر مرستیال صالح العاروري په بیروت کې د یوې بې پیلوټه الوتکې په برید کې ووژل شو.انځور: AFP/Getty Images

د روغتیا نړیوال سازمان په خان یونس کې پر «العمل» روغتون چې د غزې په سویل کې پروت دی، برید غندلی دی.د دغه سازمان مشر تدروس آدهانوم، په خپلې ایکس شبکې (پخواني ټویټر) د العمل روغتون بمبار «بې رحمانه» بللی او ویلي یې دي چې همکاران یې د پراخو ویجاړیو او ملکي خلکو ځای پر ځای کولو شاهدان وو.

د روغتیا نړیوال سازمان مشر ټینګار کړی چې روغتونونه، امبولانسونه او روغتیايي کارکوونکي باید تل د نړیوال بشردوستانه قوانینو له مخې خوندي اوسي.

آدهانوم، د فلسطینۍ سرې میاشتې له قوله لیکلي، د العمل روغتون په بریدونو کې د یوه پنځه ورځني ماشوم په ګډون لږ تر لږه پنځه ملکي وګړي وژل شوي دي.

«د لبنان حزب الله تونلي سیسټم د حماس په پرتله ډیر پیچلي دی»

د «ټایمز آو اسرائیل» ورځپاڼې د راپور پر بنسټ چې د لبنان حزب الله وسله وال د غزې په تراړه کې د حماس ډلې په پرتله د ځمکې لاندې لا پیچلي تونلي شبکې لري.

دغې ورځپاڼې د یوه استخباراتي کارپوه تل بیري، له خولې چې له کلونو راهیسې یې په دغې موضوع څېړنه کړې ده، ویلي چې د لبنان په سویلي سیمو کې د حزب الله تر ځمکې لاندې سلګونه کیلومتره لارې او تونلونه ان د اسرائیلو تر پولې غځیدلي دي.

د دغه هېواد په سرحدي سیمو کې د اسرائیلي پوځ او د لبنان د حزب الله تر منځ نږدې هره ورځ د نښتو راپورونه ورکول کېږي او اوس دا وېره هم  شته چې د جګړو لمن به لبنان ته هم وغځیږي.

امانویل ماکرون له اسراییلو د زغم غوښتنه کړې

په بیروت کې د حماس د سیاسي دفتر د مرستیال صالح العاروري له وژل کېدو وروسته، د فرانسې ولسمشر امانویل ماکرون د اسرائیلو له حکومته وغوښتل چې په ځانګړې ډول په لبنان کې له هر ډول هغه حالته دې ډډه وشي چې کړکیچ ډیروي.

Benjamin Netanjahu in Frankreich Paris mit Emmanuel Macron
ماکرون د اسرائیلو له حکومته وغوښتل چې په ځانګړې ډول په لبنان کې له هر ډول هغه حالته دې ډډه وشي چې کړکیچ ډیروي.انځور: picture-alliance/dpa/F.Mori

 د الیزه ماڼۍ، په یوې خبر پاڼه کې د سه شنبې ورځ د (جنورۍ په دویمه نیټه) ویلي امانویل ماکرون دا خبرې د اسراییلو د جګړې د کابینې له غړي بیني ګانټس سره په ټلیفوني اړیکه کې وکړې. نوموړي وویل چې فرانسه به دا پیغامونه ټولو هغو اړخونو ته هم ورسوي چې په سیمه کې په مستقیم یا غیر مستقیم ډول رول لري.

د اسراییلو او لبنان ترمنځ کړکېچ وروسته له هغې ډیر شو چې د حماس د سیاسي دفتر مرستیال صالح العاروري په بیروت کې د یوې بې پیلوټه الوتکې په برید کې ووژل شو. اسرائیل بیا د نوموړي په وژلو کې لاس لرل رد کړي دي.

د لبنان لنډمهالي  لومړي وزیر نجیب میقاتي، په یویې خبر پاڼه کې د العاروري وژنه د اسرائیلو «نوی جنایت بللی» او خبرداری یې ورکړی چې دغه هیواد غواړي لبنان د جګړې نوي پړاو ته دننه کړي.

انتي سیمیتزم کله پیلیږي؟