1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستپاکستان

د يوه توغندي بريد په شمالي وزيرستان کې څلور کسان وژلي

۱۴۰۳ اردیبهشت ۲۵, سه‌شنبه

د پوليسو په حواله په شمالي وزيرستان کې پر يوه کور باندې له يوه ډرون څخه د فاير شوي توغندي لګيدو د ماشومانو په ګډون د سیمې لږ تر لږه څلور اوسيدونکي وژلي دي.

https://p.dw.com/p/4fqJ6
آرشيف انځور: په پاکستان کې د ایران  د ډرون بريد وروسته د توغنديو يوه ټوټه
آرشيف انځور: په پاکستان کې د ایران د ډرون بريد وروسته د توغنديو يوه ټوټه انځور: Ghani Kakar/DW

اسوشيتد پریس خبري آژانس د چارواکو په حواله خبر ورکړی دی چې دا پېښه سه شنبه تر لمر ختلو مخکې رامنځته شوې ده. د سيمې د پوليسو مشر هدایت الله، ويلي دي چې په سملاسي توګه روښانه نه ده چې میزايل چا توغولی دی او په دې تړاو پلټنې روانې دي.

د پاکستان پوځ څو کاله ترمخه د افغانستان پولې له څېرمه پرتې دغې سيمې څخه پاکستانی طالبان چې د تحريک طالبان پاکستان يا ټي ټي پي په نامه ياديږي، ايستلي ول خو دغه ډله يو ځل بيا د ځان منظم کولو په حال کې ده.

ويل شوي چې د توغندي لګيدو په پېښه کې وژل شوي کسان ملکيان دي چې له وسله والو سره یې ظاهراً اړيکه نه لرله. خو د کلي اوسيدونکو د دې کسانو جسدونه يوې پوځي اډې ته پر غځيدلي سړک باندې ايښې دي او د دې کسانو د وژل کيدو پر ضد یې احتجاج کړی دی. دا کسان همدا راز د پېښې د عاملينو او مسئولينو په اړه د معلوماتو غوښتنه هم کوي.

پاکستان: افغانستان سره پر پولې کړکېچ خلک کډوالۍ ته اړ کړي

په سيمه کې په ماضي کې د ډرون زياتره بريدونه د امريکا متحده ایالاتو او يا پاکستان د پوځ له لوري شوي دي.

د بريد په اړه د پاکستان پوځ او حکومت کوم سملاسي غبرګون نه دی ښوولی.

پاکستاني طالبان يا د تحريک طالبان پاکستان ډله د افغان طالبانو نږدې متحده ډله بلل کیږي او په ۲۰۲۱م کال کې په افغانستان کې د طالبانو له لوري د واک ترلاسه کولو وروسته زړوره شوې او بريدونه یې ډېر کړي دي.

ب. ص/ ن. ز (APE)

زموږ له آرشيف څخه:

د پاکستاني راکیټونو قرباني کورنۍ د سولې ارمان په زړه کې لري

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب