1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په غور کې د څرخي الوتکې سقوط او مرګ ژوبله

۱۴۰۳ اردیبهشت ۲۶, چهارشنبه

د غور ولایت په مرکز فيروزکوه ښار کې د طالبانو د يوې پوځي څرخي الوتکې د سقوط په پېښه کې يو کس وژل شوی او ۱۲ نور ټپيان دي. طالبانو ويلي دي چې د الوتکې د رالوېدو دليل تخنيکي عوارض ول.

https://p.dw.com/p/4fsvn
آرشيف انځور؛  ام ای - ۱۷ ډوله څرخي الوتکه
آرشيف انځور؛ ام ای - ۱۷ ډوله څرخي الوتکهانځور: Getty Images/AFP/A. Quereshi

طالبانو د خپلو ځواکونو د يوې چورلکې سقوط تائيد کړی دی. د طالبانو د ادارې د دفاع وزارت وياند ويلي دي چې «دا الوتکه د تخنيکي عوارضو له کبله رالوېدلې ده چې په نتیجه کې یې يو کس وژل شوی او ۱۲ ټپيان شوي دي.»

د طالبانود ادارې د دفاع وزارت ویاند عنايت الله خوارزمي، په پيښه کې د وژل شوي او د ټپيانو د هويت په اړه څه نه دي ويلي. 

نوموړي د ټولنیزو رسنیو په ايکس شبکه کې ليکلي دي د چهار شنبې په سهار «ام آی ۱۷» ډوله يوه څرخي الوتکه چې په غور ولایت کې یې دنده ترسره کوله، د تخنيکي ستونزو له کبله او د بيړنۍ ناستې پر وخت له يوه ديوال سره تکر شوه او سقوط یې وکړ.

په ټولنیزو رسنیو کې د پېښې په نشر شويو ويډيوګانو کې په اوبو کې د یوې څرخي الوتکې ملبه ليدل کيږي چې يو شمير کسان یې شا او خوا ته راټول شوي.

د طالبانو د دفاع وزارت ويلي دي چې دا څرخي الوتکه د هغه موټر څخه د قربانيانو د جسدونو د راایستلو له پاره فيروزکوه ته ليږدول شوې وه چې د هريرود سيند ته لوېدلی وو.

زموږ له آرشیف څخه:

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب